پاکستان سره مرستې بندې شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا پر پاکستان د درې سوو میلیونو ډالرو مرسته بنده کړه.
پنټاګون ویلي، پاکستان ته یې د درې سوو میلیونو ډالرو مرستې په تړاو وروستۍ پرېکړه کړې او دغه مرستې به پاکستان ته نه ورکول کېږي.
د پنټاګون ویاند جنرال کان فالکر ویلي، دغه مرستې یې ځکه پاکستان ته بندې کړي چې دوی په دې موده کې د ترهګرو ځپلو لپاره اغیزمن ګامونه نه دي پورته کړي.
فالکر ویلي، که د کانګرس له لوري ومنل شي، نو دغه درې سوه میلیونه ډالره به نورو مهمو کارونو کې ولګوي.
پاکستان ته د مرستو بندول داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ګډون د پوځ لوی درستیز هم نږدې راتلونکي کې پاکستان ته لاړ شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments