پاکستان: رېل ګاډي کې د اورلګېدو په پېښه کې ۱۰۰ کسان وژل شوي”

comments 0

0 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان رحيم يار خان ښار کې په یو اورګاډي کې د چاودنې او وروسته د اور لګېدو له کبله سل کسان وژل شوي دي.
د رحيم يار د پوليسو وويل چې د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه سهار شپږ نيمې بجې تېزګام له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان وو چې د پنجاب په رحيم يار خان کې يې په يوه ډبه کې ګيس سلنډر وچولی.
د پاکستان رېلوې وزير شيح رشيد احمد ويلي چې دوه ګېس سلنډران هغه وخت و چاودېدل چې کله د اورګاډي مسافرانو ناشته پخوله.
نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۳ زخميان دي.
د رحيم يار خان پوليسو دفتر يو چارواکي وويل چې په ډبه کې تبليغان ناست ول او هغو د ناشتې لپاره ګېس سلنډر بل کړ.
چارواکي وايي، زخميان روغتونونو ته رسول شوي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments