پاکستان روان کال بیا ترهګرۍ ته بډې وهلي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا استخبارات وايي، له پاکستانه به د افغانستان او هند پرضد ترهګریز بریدونه دوام ولري.
د امریکا استخباراتو ویلي، د پاکستان په ملاتړ به ځینې ترهګرې ډلې په روان کال کې د امریکا د ګټو په ګډون د افغانستان او هند پر ضد بریدونه وکړي.
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډانیل کوټس ویلي، د پاکستان دا دریځ چې له ترهګرو ملاتړ کوي او د خپل سیاست لپاره یې کاروي د امریکا هڅو ته زیان رسوي.
له دې سره کوټس ویلي، افغان امنیتي ځواکونو په عمومي توګه ستر ښارونه او حکومتي مرکزونه ساتلي، خو طالبانو هم په ورته وخت کې ستر بریدونه زیات کړي دي.
د امریکا استخباراتو دا هم ویلي، چې زیات افغان امنیتي ځواکونه پر دفاعي چارو بوخت دي او د لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې کافي ځواک نه لري.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments