پاکستان د کنر پر شولټن او شیګل د هاوان مرمۍ توغولي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کنړ: آزادي رادیو سره په یوه مرکه کې د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت ویلي دي چې، د ماښام له پنځه نیمو بجو د شولټن په ځینو سرحدي سیمو د هاوان مرمۍ لګیدلي دي.
نوموړي دا هم په داګه کړې چې تر شولټن مخکې په شیګل ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوځیانو مرمۍ لګیدلي دي.
جمعه ګل همت یادې رسنې ته ویلي، د پرونیو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه جزئیات نشته خو وړمه ورځ په دانګام ولسوالۍ ۵۰ مرمۍ لګیدلې وې او یو کس یې ټپي کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ختیځ کې د کونړ او ننګرهار چارواکو تائید کړې چې د پاکستان له‎خوا په سرحدي سیمو له کلونو راهیسې د هاوان مرمۍ توغول کېږي خو حکومت یې پر وړاندې چوپټیا غوړ کړې دې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *