پاکستان د ځان ثبتولو لپاره چې ګواکي نوم يې له خړ لېست وایستل شي په طالب مشرانو بندیزونه لګولي

comments 0

254 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان چارواکي خبر ورکوي، چې په یو شمير تنظیمونو چې وړاندې هم پرې بندیزونه لګولي وو او اوس یې نور پرې سخت کړي دي.
د پاکستان حکومتي فرمانونو له مخې د جماعت الدعوه، جيش محمد، طالبان، حقاني شبکې او القاعده پر ۸۸ غړو او مشرانو به دغه بندیزونه سخت شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزرات په وینا د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک له مخې دې بندیزونو کې د دې کسانو د شتمنیو ضبط، د وسلې پر اخیستو او د مالي ادارو له لارې د پېسو پر لېږد بندیزونه شامل دي.
په یوه ځانګړي امر کې راغلي چې په لیست کې د شاملو کسانو او ډلو شتمني او بانکي حسابونه به له مخکیني خبرداري پرته سملاسي ضبطیږي.
په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، هېڅوک له دې کسانو سره مستقیم یا غیر مستقیمه مالي مرسته نه شي کولای.
د بندیزونو په دې نوملړ کې په افغانستان کي د طالبانو د پخواني حکومت ځینې وزيران، واليان، ۲۱ جهادي ډلې او د خير ښګېړې یو شمېر تنظيمونو نومونه هم شامل دي.
په دوو جلا اعلامیو کې د دغو بندیزونو لړ کې د یو شمېر طالب مشرانو تر څنګ د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد، د جيش محمد ډلې مشر مسعود اظهر، د حقاني شبکي مشران جلال الدين حقاني، خليل احمد حقاني او سراج الدين حقاني نومونه شامل دي.
د پاکستان حکومت دغه امر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د هغو کسانو نوملړ هم تایید شوی، چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.
پاکستان حکومت اوس یاد بندیزونه ځکه پر طالب مشرانو محدود کړي چې چې د “فایننشل اکشن ټاسک فورس ” يا ايف ای ټي ايف له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره تر فشار لاندې دي.
په دا ورسيتو کې واکمن تحريک انصاف ګوند د اپوزېسیون ګوندونو په مرسته د ايف ای ټي ايف له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره يو شمېر قوانین جوړ کړي او ښايي دا تازه ګام يې هم د دغې لړۍ یوه کړۍ وي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حکومت له افغان حکومت او طالبانو سره نوې دومخی لوبې شروع کړې ده چې ګواکې پاکستان حکومت له طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې کې نه لري، اوس کوشش پر همدې کوی چې له خړ لېست نه ځان څنګه اوباسې او پر طالبانو یې نور بندیزونه ولګول او د روانې سولې پر وړاندې خڼدونه جوړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments