پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ فغال غورځنګ مخکښ نظیف خان نیولی

comments 0

111 Views

هندوکش ــ پاکستان: پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پاکستانیو ادارو یې یو مرکزي مخکښ نظیف خان نیولی او نامعلوم ځای ته وړی دی.
د یاد غورځنګ یو فعال لیاقت یوسفزي بېګا مشال راډیو ته وویل چې نظیف خان له خیبره پېښور ته پر لاره نیول شوی دی.
ده وویل چې د غورځنګ یو شمېر مخکښان د غورځنګ له مشر منظور پښتین سره په یوه غونډه کې د ګډون لپاره لواړګې ته تللي وو.
لیاقت یوسفزي زیاته کړه چې د پاکستانیو ادارو غړو نظیف خان د کارخانو پر امنیتي پوسته نیول شوی او له ځان سره بیول شوی دی.
پولیسو یا کومې بلې ادارې تر اوسه دا نه دي ویلي چې نظیف خان یې ولې نیولی او چېرې دی.
نظیف خان د خیبر پښتونخوا د چارسدې د هشتنغر اوسېدونکی دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مرکزي مشرانو دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments