پاکستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړې ګلالۍ اسمعیل د نیول امر کړی

comments 0

5 Views

هندوکش – پاکستان : د پاکستان اسلام اباد های کورټ د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعيل د نيولو امر کړی.
اسلام اباد های کورټ دا امر په داسې حال کې ورکړی چې ګلالۍ اسماعيل د امريکا په نيويارک ښار کې ده او هلته يې پناه غوښتې ده، عدالت ویلي چې که ګلالۍ اسماعیل د اکتوبر تر ۲۲ نېټې حاضره نشي نو فراري به اعلان شي.
پر ګلالۍ د پاکستان حکومت او پوځ د بدنامولو تور لګیدلی دی، خو هغې دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی د پاکستاني پوځ د ظلمونو پر وړاندې مبارزه کوي.
ګلالۍ اسماعيل سږ کال د مې په مياشت کې تر هغه وروسته پټه شوه چې په اسلام اباد کې يې د يوې مظاهرې پر مهال يې د پاکستان پر امنيتي ادارو انتقاد وکړو. هغه مظاهره په اسلام اباد کې د جنسي تېري ښکار او وژل شوې، فرشتې مومند د وژونکیو نيولو لپاره شوې وه.
ګلالۍ اسماعيل د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ده. هغې د ويښو نجونو په نامه د ښځینه حقونو د دفاع لپاره يوه اداره هم جوړه کړې او ګڼې جايزې يې اخيستې دي. نوموړې په دا وروستيو کې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې ډېره فعاله وه. امريکا ته تر رسېدو وروسته یې ویلې و چې اوس به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments