پاکستان د پښتنو غوښتنې نه مني

comments 0

2685 Views

هندوکش – پښتونخواه: عمران خان د قبایلو پښتنو ته په یوې غونډه کې ویلي چې د غورځنګ غوښتنې سمې، خو د غوښتنې طریقه یې ناسمه ده.

عمران خان نیوکه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې د پوځ خلاف شعارونه ورکول کېږي چې د پاکستان په ګټه نه دي.

عمران خان دا هم منلې چې د پښتنو په سیمو کې د عملیاتو په مهال پښتانه وژل شوي او زیانونه ورته اوښتي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ یو کال او څو میاشتې وړاندې له شمالي وزیرستان څخه د پښتنو د حق غوښتنې لپاره مبارزه پیل کړې ده چې اوس میلیونونه پلویان لري.

یاد غورځنګ د پاکستان پوځ او ریاست د پښتنو په وژلو تورنوي او په وار وار یې ویلي چې پوځ د پښتون میشتو سیمو د ځپلو جګړه پیل کړې ده.

دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments