پاکستان د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اختلاف، حکومت د مرستې په بدل کې شکیل افریدی امریکا ته ورکوي

comments 0

0 Views

تاند – په پاکستان کې د دغه هېواد د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اختلافات لا نور زیات شوي دي.‌

د پاکستان ډیلي قدرت ورځپاڼې لیکلي چې د دغه هېواد ملکي حکومت د امریکا متحده ایالاتو سره تماس نیولی او د پوځ له خوا د حکومت د چپه کولو په مخنیوي کې یې مرسته غوښتې ده.‌

ډیلي قدرت لیکلي چې د پاکستان حکومت امریکا ته ویلي چې حاضر دی د دغه کار په بدل کې ډاکټر شکیل افریدی چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه او بیا د پاکستان حکومت بندي کړ، ازاد کړي.‌
نوازشریف د هغه وخت حکومت د یوې کودتا له لارې له پښو غورځولی وو.

ویل کیږي چې په روانه دوره کې هم د نوازشریف د حکومت او پوځ تر منځ له پیل راهیسې ستونزې موجودې وې، تر دې چې نوازشریف د خپلې واکمنۍ له پیل نه تر اوسه پورې له دې امله د بهرنیو چارو وزیر نه دی ټاکلی چې وایي بهرنۍ چارې یې پوځ په زور په لاس کې اخیستې دي او وزیر ورته ټاکل کومه معنی نه لري.‌

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply