پاکستان د وسله والو له تمویل لاس نه دی اخیستی

comments 0

1594 Views

هندوکش – پاکستان: وروستۍ موندنې ښيي چې پاکستان اوس هم د وسلوالو له تمویل لاس نه دی اخیستی
عراق او افغانستان کې پاتی شوی امریکایي جنرال وایي، پاکستان په امریکا له شا ګذار کوي او د دوی په مرستو اوس هم افغانستان کې وسلوالې ډلې تربیه کوي او جګړې ته یې هڅوي.
د امریکایي جنرال وروستۍ موندنې ښيي چې پاکستان لا هم وسله والې ډلې د افغانستان او هند د جګړې لپاره تمویل کوي او له دې لارې خپلې ګټې ساتي او لاس ته راوړي.
له دې سره تحلیل کوونکي په امریکا له دې امله نیوکې کوي چې د پآکستان په تړاو یې پرېکنده ګامونه نه دي پورته کړي.
غوښتنه دا ده چې نړۍ دې د پآکستان پروړاندې جدي ګامونه واخلي چې په فشارونو سره د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments