پاکستان د مسکو غونډه کې ګډون کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان : پاکستان د افغان سولې په تړاو د مسکو ناسته کې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل منلې چې د پاکستان د حکومت استازي به د مسکو په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم منلې چې یوڅلور کسیزه ډله به یې د مسکو د سولې ناسته کې ګډون وکړي.

د مسکو ناسته د جمعې په ورځ د نومبر په نهمه په مسکو کې جوړېږي چې ګڼ هېوادونه به په کې ګډون وکړي.

تراوسه افغان حکومت او طالبانو په دې ناسته کې د ګډون لپاره څه نه دي ویلي.

افغان سیاسیونو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړل شوې او ټاکل شوې چې ګډون پکې وکړي.

دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments