پاکستان د جمعیت العلما د یوه نامتو غړي تابعیت ختم کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: له پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، پاکستان د حافظ حمدالله تابعیت له دې امله ختم کړی چې ګوندې هغه افغان دی او رسنیو ته امر شوی دی چې هغه خپلو مرکو ته ور ونه غواړي.
د رسنیو په وینا، له دې اقدام وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د (زه هم افغان یم) په نوم هشټګ جوړ شوی او په زرګونو پښتنو فعالینو د حافظ حمدالله په پلوي لیکنې کړې دي.
فعالانو پاکستان ته پیغور ورکړی دی چې که چېرته د افغان نوم ورباندې بد لګېږي نو ټول هغه میزایل دې هم ختم کړي چې د ابدالي او غزنوي په نومونو یې نومولي دي.
د پښتون ملت پال ګوند غړي اکمل خان د محمود خان اڅکزي دا وینا خپره کړې ده چې، د شناخته کارډ تر ختمولو وروسته به رانه پوښتنه کوې چې له کوم ځایه راغلی یې؟.
کله چې انګریز نه و هم، پښتانه همدلته اوسېدل، هغه مهال چې د پاکستان په نوم هیڅ هېواد موجود نه و، هم دوی افغانان وو او افغانان به پاتې کېږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments