پاکستان: د تېلو او ګاز په کمپنۍ برید شوی

comments 0

531 Views

هندوکش – پآکستان: د شمالي وزيرستان په سپين وام تحصيل کې نامعلومه وسله والو د تیل او ګازو په کمپنۍ برید کړی چې د دغه کمپنۍ څلور کارکوونکي او ورسره دوه ايف سي سرتېري وژل شوي دي.
د چارواکو په وينا دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه کله چې د یادې کمپنۍ کارکوونکو په دغه سيمه کې د تېل او ګازو سروې کوله چې نامعلومه کسانو پرې ډزې وکړې.
د دوی په وینا په پېښه کې د اېف سي څلور سرتيري ژوبل شوي هم دي. وژل شوي او ژوبل په سمدستي توګه ځايي روغتون ته رسول شوي دي.
د شمالی وزیرستان په سپین وام کی د تېلو او ګازو د را-ایستلو پدې کمپنۍ باندې تر دې وړاندې هم درې ځله بريدونه شوي چې کاروکوونکي يې پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments