پاکستان د افغان مهاجرو لوټلو لپاره نوې تګلاره پکار واچوله

comments 0

7 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د جیو ټلویزیون د یوه خبر له مخې د پاکستان صدر عمران خان فرمان صادر کړی، هغو افغان مهاجرو ته چې قانوني اسناد لري، د بانکي حسابونو د پرانیستلو اجازه ورکړي څو بډای افغان مهاجر پوړ خپلې شتمنۍ په حکومتي بانکونو کې ډيپوزیت (واچوي) کړي
. د ټولو افغان مهاجر سوداګرو نه مې هیله ده چې خپلې شتمنۍ په افغاني بانکونو کې بسپنه کړي. پخپل هېواد کې ستاسو شتمنۍ سل په سلو کې خوندي دي. زمونږ عزیزي بانک څو ځلې د آسیا په کچه د ښې بانکدارۍ جایزې ګټلې دي.
زمونږ بانکونه د پاکستان پرتله ډېر معتبر دي. اې ای بي، باختر، افغان یونایټيډ او نور ټول افغان بانکونه د افغانستان ملي او نړیوالو بانکونو له ملاتړی برخمن دي. د پاکستان بانکونه هره شېبه تاسو ګواښلی شي او د راز راز پلمو په وړاندې کولو سره ستاسو پيسې کنګالولی شي.
د پاکستان دا اقدام ستاسو د شتمنیو لپاره ښکاره یوه لومه ده. بالآخره ویلی شم چې خپلې شتمنۍ په لوی لاس د دښمن په خوله کې مه ورکوئ. د افغانستان بانک د لوی ریاست له مقامه مې هیله دا ده چې خپلو هېوادوالو ته ټولې هغه آسانتیاوې برابرې کړي چې لازمې دي. اوسمهال یو څوک نشي کولی چې د لس زره ډالرو څخه زیاتې پيسې بانک کې بسپنه کړي، نو دا پخپله په لوی لاس د پيسو له لاسه ورکول دي. اجازه ورکړئ څو هرڅوک وکولی شي تر هرڅومره شتمنۍ پورې چې غواړي، بانک کې دیپوزیت (بسپنه) کړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments