پاکستان د افغان حکومت د دریځ ملاتړ وکړ

comments 0

1 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستان، د مسکو ناستې په تړاو د افغان حکومت له دریځ او موقف ملاتړ کوي.
دغه خبره په کابل کې د پاکستان سفیر نصرالله خان د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست صلاح الدین رباني سره په کتنه کې کړې ده.
د مسکو غونډه وروسته له هغې وځنډیده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې او دا غونډه یې اغیزمنه و نه ګڼله.
دواړو لوریو په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، امنیتي وضعیت، سولې بهیر، سیمه ییزو همکاریو او په پاکستان کې د کډوالو د اوسېدو مودې غځولو په اړه خبري کړي دي.
دغه راز صلاح الدین رباني ویلي، په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ د ستونزې د حل په برخه کې به هڅې ګړندۍ کړي.
پاکستان وروسته له هغې خپله کونسلګري په جلال اباد کې وتړله چې والي د کونسلګرۍ د باندې نظم او فساد د مخنیوي په تړاو ګام پورته کړ.
د پاکستان کونسلګرۍ د والي دا اقدام په خپلو چارو کې لاسوهنه وبلله او کونسلګري یې وتړله.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments