پاکستان ته صادرات زیات شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: پاکستان ته د افغانستان صادرات نهه ویشت سلنه زیات شوي.
کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي، د دوی د هڅو له امله پاکستان ته د افغانستان صادرت ۲۹ سلنه زیات شوي دي.
په اعلامیې کې راغلي چې، په ۲۰۱۷ م کال کې د افغانستان صادرات پاکستان ته ۳۴۲ میلیونه ډالره وو، خو اوس دغه کچه ۴۴۳ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.
اعلامیه وایي، له ۲۰۱۷ م کال راهیسې افغانستان د کراچۍ بندر له لارې تر اوسه د ۳.۳ بیلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments