پاکستان بیا له ترهګرۍ سره مبارزه کې ژمنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د یو پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته تللی، د پاکستان د پوځ له مشر جاوید قمر باجوه سره یې خبرو ترهګرۍ ضد مبارزه باندې خبرې کړي دي.
په دې خبرو کې پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې به له افغان حکومت سره همکاري کوي.
حمدالله محب له باجوه سره خبرو کې د پاکستان د صادقانه همکاریو غوښتنه کړې چې د افغان حکومت باور لاس ته راوړي او افغانان پرې قناعت وکړي.
په دوه اړخیزو خبرو کې د سیمه‌ییز اقتصادي اتصال په همکاریو هم خبرې شوي او پاکستان غواړي له دې لارې دوه اړخیزه ګټې لاس ته راوړي.
ټاکل شوې د دې سفر په دوام ولسمشر غني هم له اختر وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي، خو تراوسه د دې سفر دقیقه نیټه نه ده په ډاګه شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments