پاکستان بیا له افغانستان سره ژمنه کړې

comments 0

20 Views

هندوکش – چین: د شانګهای په غونډه کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او افغانستان کې ثبات د سیمې په ګټه دی.
نوموړي د نشه یي توکو له قاچاق اندېښنه وښوده او پر ټولو هېوادونه يې غږ وکړ، چې پر وړاندې یې ګډه مبارزه وکړي.
ممنون حسین ټینګار کړی چې اقتصادي پروژو ته دې د سیاست په سترګه نه کتل کېږي.
له دې سره د شانګهای غونډه کې د قرغزستان ولسمشر وویل چې له تاجکستان سره په ګډه کار کوي چې افغانستان ته د برېښنا لېږد زیات کړي.
د قرغزستان ولسمشر په افغانستان کې ترهګري او بنسټپالنه یوه ستونزه وبلله او اندېښنه یې وښوده چې ټول هېوادونه باید د ترهګرو د ولکې پراخېدو مخنیوی وکړي.
غونډه کې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوټین هم په سیمه کې ترهګري یوه ننګونه وبلله او د ګډې مبارزې غوښتنه یې وکړه.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments