پاکستان بیا د افغان سولې په برخه کې د همکارې ژمنه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د امریکا ځانګړي استازي سره په خبرو کې یادې خبرې محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کړي دي.
نوموري ویلي، چې د افغانستان د سولې په مسئله کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
د قریشي په خبره پاکستان غواړي د افغان جګړې د پای ته رسولو او په دغه هېواد کې د سیاسي حل لپاره خپلې همکارۍ ولري او په دې برخه کې مهم رول ترسره کړي.
زلمي خلیلزاد په دغه لیدنه کې ټینګار کړی دی چې پاکستان باید له خپل نفوذ په استفادې وسله وال طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي. د خلیلزاد په خبره دا د ټولې سیمې لپاره غوره فرصت دی چې د ترهګرۍ په ختمولو کې مرسته وکړي او په دې توګه دلته روانې جګړې او ترهګري پای ته ورسوي. زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو لس ورځنی سفر پيل کړی دی.
هغه په دې لړ کې قطر، افغانستان او پاکستان ته تللی دی، خو ټاکل شوې، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم لاړ شي. افغان حکومت او ګڼو افغان سیاسیونو د امریکا ددغه اقدام هرکلی کړی دی.
دادا وزیري

Share this page to Telegram

Comments