پاکستان بیا تکراري خبرې کوي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

اوس د نړۍ نږدې ټول هېوادونه پوه شوي چې پاکستان د ترهګرو د روزنې او پالنې مرکز دی او هلته د دیني مدرسو په نوم زیات مرکزونه شته چې سخت دریځي روزي اوبیا یې نورو هېوادونو لپاره د جګړې لپاره لیږي، پاکستان له دې درکه پيسې هم لاس ته راوړي او د جګړې د فشارونو له کبله امتیازات هم ترلاسه کوي.
اوس چې پاکستان ته د ټولو مخه شوې چې په افغانستان کې یې تاوتریخوالی زیات کړی او اصلي مسوول یې پاکستان دی، دا هېواد هڅه کوي په یوه او بله پلمه ځان له دې فشارونو خلاص کړي، پاکستان د دې کار لپاره اوس بیا هغه تکراري خبرې پیل کړي چې کلونه وړاندې به یې کولې.
همدا تېره ورځ له ناټو سره یو ځای د لوړپوړو جنرالانو غونډه وه چې د پاکستان د پوځ مشر پکې ګډون درلود، دا غونډه د دې لپاره وه چې څنګه کیدای شي په افغانستان کې جګړه ختمه او یا کمه شي چې پرمختګونو ته زمینه برابره شي او خلک د هوساینې ډک ژوند وکړي.
پاکستان چې د افغانستان لپاره د ترهګرو فابریکه بلل کیږي، اوس یوځل بیا په سپین سترګۍ د ترهګرو له روزنې او تمویل څخه منکر شوی او پلمه یې کړې چې ګنې هلته یونیم میلیون افغان کډوالو کې دوی نه پوهیږي چې څوک ترهګر دی او څوک ترهګر نه دی.
له پآکستان دا نه غوښتل کیږي چې د افغان کډوالو په کورونو وګرځه او په کورنو کې په ترهګرو پسې وګرځه، له پاکستان غوښتنه دا ده چې د ترهګرو د روزنې ښکاره مرکزونه چې په اسلام اباد، پیښور، کویټه او کراچۍ کې دي، له منځه دې یوسي.
خو دا چې پاکستان په افغان کډوالو دا ټوله موضوع ور اچوي، افغان حکومت کار کوي چې نور افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي او د پاکستان دا پلمه له منځه لاړه شي، خو پاکستان هیڅکله د ترهګرۍ د تمویل او روزنې د مخنیوي لپاره کډوالو په پلمه باندې نه خلاصیږي.
د پاکستان څارګره اداره د ترهګرو د روزنې، تمویل او پټنځایونه لپاره ځانګړي ځایونه لري چې زیات یې په شمالي وزیرستان کې دي او هلته د پوځ لویه برخه د ترهګرو په روزنې بوخته ده.
د دې تر څنګ پاکستان د ډیورنډ کرښه پلمه کړې چې ګنې سمه نه مدیریت کیږي او ترهګرې ډلې له دې لارې تګ راتګ کوي، پاکستان په دې پلمه د ډیورنډ له نږدې ۲۳ زره کیلو میټره څخه اغزن سیم تاووي، خو دا دا کار هیڅکله د ترهګرۍ مخه نه شي نیولی او پآکستان یواځې غواړي د ډیورنډ خط مالوم کړي او د قانوني لاس ته راوړلو لپاره یې مخه برابره کړي.
پآکستان د پوځ مشر تېره ورځ په سپين سترګۍ سره ویلي چې پوځ یې په شمالي وزیرستان کې عملیات کړي او ترهګرې ډلې له ډیورنډ کرښې اووښتې دي، په داسې حال کې پاکستان کې هیڅکله په هغو طالبانو عملیات نه کوي چې د افغانستان د جګړې لپاره روزل شوي دي.
که پاکستان په شمالي وزیرستان ته د ترهګرو د مخینوي او ځپلو لپاره راځی، خو د ترهګرو مشران په اسلام اباد، ایبټ اباد، کراچۍ، پيښور او کویټه کې شته، هلته یې ولې له منځه نه وړي چې وزیرستان ته ورپسې راځي.
که پآکستان پوځ په خپله خاوره کې د ترهګرۍ له روزنې منکریږي، نو بیا دې نورو سیاسي مشرانو او ملایانو سره هم مشوره وکړي چې هغوی اعتراف کوي چې طالبان د پاکستان په خاوره کې شته او پاکستان پرې ښه نفوذ لري چې له افغان حکومت سره یې د سولې خبرو ته کینوي، خو افغان حکومت باید له ډیورنډ کرښې تېر شي او له هند سره سیاست دې د پاکستان په خوښه شي.
د پاکستان مخکیني ولسمشر پرویز مشرف په دې اعتراف کړی چې طالبان یې د خپلو ګټو لپاره راپورته کړل او تر ننه یې د خپلو ګټو لپاره کاروي، خو د پاکستان د پوځ مسوولین بیا هم په سپین سترګۍ له دې هر څه منکریږي.
خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان ته بله لار نه ده پاتې، پرته له دې چې یا به منزوي کیږي او یا به د ترهګرۍ له روزنې او تمویل لاس اخلي.
نړۍ اوس د پاکستان په نین پوه شوې او هیڅکله به یې هوایي او بې منطقه خبره وا نه وري چې د ځان د خلاصون لپاره کیږي، پاکستان مجبور دی چې له افغان حکومت سره همکاري وکړی او نه همکاري یې دا هېواد د نړۍ له نقشې څخه ویستلی شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply