پاکستان به نن د افغانستان، چين او اسلام آباد د یوې غونډې کوربه توب کوي

comments 0

1 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستاني رسنیو خبرونو له مخې، نن به د افغان سولې په تړاو اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین ګډه غونډه وي.
راپور وايي، د شنبې د ورځې دې غونډه کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان په استازیتوب د صلاح الدین رباني پر ځای د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ګډون وکړي.
پاکستاني چارواکو ویلي، د سولې د پروسې د پرمختګونو او خنډونو تر څنګ په دې هم بحث وشي چې د پاکستان او چین ګډ اقتصادي کوریډور څنګه افغانستان ته وغځول شي؟
افغان حکومت لا تر اوسه څه نه دي ویلي چې له پاکستان او چین سره درې اړخیزه غونډه لري که نه؟ خو د درې واړو هېوادونو تر منځ د دغسې غونډو لړۍ له ۲۰۱۵ کال راهیسې روانه ده
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments