پاکستان به قناعت کوي / منان توحیدیار

comments 0

0 Views

اوس له تېرو کلونو سره ډیر توپیر لري، څو کاله وړاندې به د افغان حکومت یوه پښه کابل او بله اسلام اباد کې وه چې له پاکستان څخه همکاري وغواړي، خو اوس د پاکستان د حکومت یوه پښه اسلام اباد او یوه کابل کې ده چې د افغان حکومت قناعت ترلاسه کړي چې دوه اړخیزه اړیکې ورسره وپالي.

په دې اړه افغانانو، پاکستانیانو او د نړۍ هیڅ هېواد باور نه کو چې پاکستان به افغانستان ته دومره احتیاج کیږي چې هر ځل له افغان حکومت وغواړي چې اړیکې ورسره جوړې کړي او همکاري ورسره وکړي.

که د دې مقالې لوستونکي د جمعې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عباسي لیدنې او جزیات یې وګوري، حتما به پوه شوي وي چې پاکستان اوس څومره افغان حکومت ته احتیاج دی او څومره ډير کار کوي چې د افغان حکومت قناعت ترلاسه کړي.

له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پاکستان د لومړي وزیر په لیدنه کې د عمل په پلان هوکړه شوې چې نهایي شي او دواړه هېوادونه په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، د عمل پلان لکه له نوم څخه یې چې ښکاري، هیڅ ژمنې ته پکې ځای نشته اوهره پریکړه او هوکړه باید په عمل کې ثابته شي.

د عمل پلان د رامنځ ته کیدو طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني وه چې پاکستان ته یې وړاندیز کړی و چې نور ورسره په هیڅ ژمنه اړیکې نه جوړوي او تر هغې چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې عملي اقدام و نه کړي، افغان حکومت ورسره ټولې اړیکې پرې کوي.

د امریکا په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم د عمل له پلان ملاتړ کړی او د کابل او اسلام اباد د ښو اړیکو لپاره یې د دې پلان د نهایي کیدو او دوه اړخیز درناوي باندې ټینګار کړی و.

د پاکستان د چارواکو راتګ کابل کې ته کومه وړه خبره نه ده، پاکستان اوس په دې قناعت کړی چې په کور دننه له لوی سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ کیدونکی دی، او له دې بحران څخه د وتلو یواځینۍ لار یې له افغان حکومت سره اړیکې دي چې کولای شي یو ښه راتلونکی ولري.

د کابل او اسلام اباد د اړیکو له خرابیدو وروسته دا دریم لوړپوړی پاکستانی پلاوی دی چې کابل ته راځي او دلته له افغان حکومت سره خبرې کوي چې څنګه کیدای شي دواړه هېوادونه ښه مناسبات او اړیکې ولري.

د پاکستان د لومړي وزیر په سفر کې چې له اجرایه رییس عبدالله عبدالله او نورو سیاسیونو او چارواکو سره لیدلي، ډیره تمه ښودل کیږي چې پاکستان به له کابل سره د مجبورۍ له مخې هم اړیکې جوړوي او هغه څه به مني چې کابل یې له اسلام اباد څخه غواړي.

له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر عباسي دا خبره هم کړې چې تر دې وروسته د سوداګرۍ په برخه کې پاکستان پریکړه کړې چې په افغان صادراتو به تنظیماتي مالیه نه اخلي.

د پاکستان دا پریکړه د افغان او پاکستاني سوداګرو لپاره زیری هم کیدای شي، که څه هم له پاکستان سره سوداګري ۸۰ سلنه کمه شوې، خو د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان اسانتیاوې کولای شي افغان او پاکستاني سوداګرو سره د اړیکو په پراختیا او صاداراتو او وراداتو کې مرسته وکړي.

پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې ځکه د ماليې د معاف کولو خبر ورکړچې اوس تر بل هر وخت پاکستاني توکو بازار ورک شوی او له دې درکه پاکستان په اقتصادي لحاظ سخته ضرب لیدلي ده.

پاکستان به تر دې وړاندې د افغان سوداګرو له مجبوریتونو ګټه پورته کوله او داسې نازونه به یې کول چې سوداګر یې له سوداګرۍ زړه توري کړي و، اوس چې افغانستان بدیلې لارې پیدا کړې او افغان سوداګرو له پاکستان مخ واړو، پاکستان مجبور شو د سوداګرۍ په برخه کې ځینې داسې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې د دواړو هېوادونو سوداګري پراخه او پاکستاني توکي بیا افغان بازارونو ته لار پيدا کړي.

نو په دې سره ویلی شو چې پخوا افغانستان مجبور و چې پاکستان ته کیني او د همکاریو غوښتنه تري وکړي، خو اوس پاکستان مجبور دی چې افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه ومني او هر اړخیزه همکاري او اړیکې ورسره پياوړې کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني سمو سیاستونو او تګلارو دا هر څه بدل کړل او دا تګلارې په اوږد مهال کې کولای شي افغانستان یو سم مسیر ته سوق کړي، داسې مسیر چې افغانستان په نورو هېوادونه له تکیه او محتاجۍ خلاص شي.

Share this page to Telegram

Comments