پاکستان بلوچستان ایالت کې د پوځ ۸ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

8 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو عملیاتو کې د پوځ دوه سرتیري وژل شوي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې یاد سرتیري په ماشکیل سیمه کې د نشه يي موادو له قاچاقبرانو سره په جګړه کې وژل شوي.
لانګو وايي،چې په یاده څلور ساعته جګړه کې شپږ نور سرتیري ټپیان شوي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments