پاکستان او ایران افغان مهاجر په زور ایستلي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د کډوالو نړیواله اداره یا ای او اېم وايي په تېرو شپږ میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې يوسلو دوولس زره افغان کډوال په زور شړل شوي دي.
د کډوالو نړیواله اداره وايي، د ۲۰۱۹ کال له پیل تر اوسه ایران څه باندې ۱۱۰ زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي دي. دا اداره وايي پاکستان بیا په همدومره موده کې تر دوو زرو ډېر افغان کډوال ایستلي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مسولانو سره اسلام اباد کې پر اړوند مسئله درې ورځنۍ ناسته درلوده چې تېره ورځ پای ته ورسېده.
د کډوالو چارو وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري وايي، اسلام اباد او تهران دې ناسته کې منلې چې له دې وروسته به افغان کډوال په زور نه ستنوي.
یاده اداره بیا دا هم وايي چې له اروپا هم د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۸۰۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
خو افغان چارواکي وايي، له اروپايي هېوادونو سره هم په دې خبرې کوي چې په زور افغان کډوال ستانه نه کړي او که یې کډوالي نه منل کیږي د خپلې دفاع لپاره زیات وخت ورکړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments