پاکستان او افغان سیاسیون یو لاس شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.
د پاکستان رسنیو د راپور له مخې لومړي وزیر عمران خان ویلي، افغان حکومت د سولې خبرو پر وړاندې خنډ دی او موقت حکومت ته اړتیا شته.
هغه همداراز ویلي، له طالبانو سره یې لیدنه د افغان حکومت د نیوکو له امله لغوه شوه.
عمران خان ویلي، نه پوهېږي چې افغانستان کې به د موقت حکومت جوړېدو او یا هم د ټاکنو ترسره کېدل به څومره وخت ونیسي.
تېره ورځ د سولې او اعتدال ټيم هم په بلخ کې د موقت حکومت غوښتنه کړې وه او ټینګار یې درلوده چې پرته له موقت حکومت ټاکنې نه مني.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments