پاکستان افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون اړتیا بللې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: امریکا دې د سراسري سولې تر راتګ پورې په افغانستان کې پاتې شي.
د پاکستان پوځ ویاند جنرال آصف غفور له امریکا غوښتي چې تر هغې دې خپل ځواکونه له افغانستان څخه نه باسي چې دا هیواد په بشپړه توګه امن شوی نه وي.
غفور چې لندن ته د یوه لوړپوړي پلاوي سره تللی، هلته یې یوې غونډې ته ویلي افغان سوله پر پاکستان او سیمه اغیز لري او د افغانستان امنیت د پاکستان امنیت دی.
د دغه پوځي پلاوي چې بریټانیا ته تللی، مشري یې لوی درستیز جنرال قمر باجوه کوي.
پاکستان داسې مهال په افغانستان کې د امریکا پر شتون او پر افغان سولې ټینګار کوي چې پر دغه هیواد تورونه ثابت شوي چې ترهګرو ته یې پناه ورکړې.
اخوا افغان دولت بیا څو ځله ادعا کړې چې افغانستان کې به هغه وخت سوله راشي چې پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments