پاکستان استخباراتي اداره بهرنۍ پالیسي اغېزمنوي؟ دویمه برخه

comments 0

0 Views

لیکواله: کرېسټين فېر
کله چې پاکستان پلوه کسان ونتوانیږي چې د پاکستان پلوه بحثونو فرصت رامنځته کړي یا د پاکستان ضد بحثونو مخه ونیسي، نو بیا د پاکستان پوځ او استخبارات د پاکستان ضد څېرو شخصیت وژنه پیل کړي. آی ایس آی ځینې کسانو ته د د ژورنالېستانو جامه ور اغوندي او بیا مسولیت ورکوي چې درواغ او پروپاګند خپاره کړي. هغه کسان ګواښي چې د پاکستان په اړه د حقایقو راسپړل غواړي.
دا کوم تصادف نه دی چې د واشنګتن په څېړنیزو ادارو کې ډیر کم داسې کسان موندل کیږي چې د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې تر انتقاد لاندې نیسي. د سټېمسن د مرکز یو لیکوال مایکل کرېپن له کوم سوچ پرته د درواغو د خپلو مقالو په بنسټ خلکو ته داسې فکر ورکوي چې هند او پاکستان د قضاوت په یوه تله وتلي. نور لیکوالان لکه دالتن او جورج پرکویچ په ۲۰۱۶ کې د پاکستاني تروریستانو له لورې په هندي ځواکونو له یرغل وروسته داسې مقالې لیکلې وې ګوندې دواړه هېوادونه د ستونزې برخه ده. دوی یادو پېښو ته په غبرګون کې د لمړي وزیر مودي د ځواب د کمرنګه کولو هڅه کړې وه. د ویلسن مرکز مایکل کروګمن له هر فرصت څخه په ګټه اخېسته هڅه کوي چې د پاکستاني دولت د جرمونو او تروریستي کړنو دفاع وکړي. د منځني ختیځ انستیتیوت نه یوازې دا چې زه، حسین حقاني او ښاغلی پانډی له خپرو غونډو او پروګرامونو بند کړي یو، مګر داسې ادعاوې کوي چې د پاکستاني حکومت ګټې تامینوي.
تر ټولو ناوړه ادارې هغه دي چې په د امریکا د عامو خلکو په پیسو د پاکستاني دولت د ناوړه کړنو دفاع وکړي. د بېلګې په ډول د امریکا د سولې انستیتیوت. د یو ایس آی پي موید یوسف په ناتمامه توګه زموږ د امریکا په پيسو د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي، نوموړي سره په دې کار کې د بش د ادارې یو چارواکی سټیو هډلي مرسته کوي. پاکستان څنګه دا ډول کسان تر خپل کنترول لاندې ساتي؟ د حیرانتیا خبره داده چې پاکستان دا ډول تش په نامه ژورنالېستان او سیاسی فعالان واشنګتن کې له پيسو پرته ځای په ځای کوي. څنګه؟ دوی دا ډول کسانو ته د لابیګرۍ په بدل کې د پاکستان ویزې ورکوي.
د ویزو وږي تش په نامه اکادمیک او سیاسي اشخاص نه یوازې دا چې د پاکستان د ګټو په بنسټ غونډې جوړوي بلکې په واشنګتن کې د پاکستان له سفارته لارښونې هم تر لاسه کوي چې دا ډول غونډو ته د پاکستان د منتقدینو له ورتګ مخنیوی وکړي. د امریکا د ملي دفاع د پوهنتون چارواکو ما او ځېنې نورو ژونالېستانو ته ومنله چې زه او حسین حقاني د پاکستان د سفارت د غوښتنې او ټینګار په بنسټ له یادو غونډو منعه شوی یم. کله چې د نیشنل وار کالج کوم کس دې لارښونې ته پاملرنه و نه کړي، نو د پاکستان سفارت امریکایي چارواکو ته خپل غږ رسوي. د پاکستان سفارت هغه مهال د نیشنل وار کالج ته شکایت وکړ چې پوه شول زه په افغانستان کې د امریکایي ګټو د زیانمولو په برخه کې د پاکستان په رول خبرې کوم. آیا دا په رښتیا د امریکا د نظامي زده کړو پوهنتون دی؟ د امریکایي پوځي او ملکي پرسونل هره ورځ د پاکستاني جنګیالیو له لورې وژل کیږی او امریکا سربېره پر دې هم د پاکستان د سفارت غوښتنو ته غاړه ږدي.
سره له دې چې زه له ډیر پخوا راهېسې د پاکستان په استخباراتي اداره نیوکې کوم، خو پخوا به زه پاکستان ته مسلسل تګ کاوه او په اسانۍ مې کولی شو چې ملکي او پوځي چارواکو سره ووینم. په داسې حال کې چې ما د پاکستان د پوځ ستاینه نه کوله، دوی ما ته د یو ناپییلي لیکوال په سترګه لیدل. مګر دا وضعیت په ۲۰۱۱ کې بدل شو. د آی ایس آی یو مامور، چې پخوا یې ما سره ډیره مرسته کوله، راته وویل چې زموږ استخباراتي اداره پس له دې هغه کسانو سره مرسته کوي چې په واشنګتن کې د پاکستان د ګټو لپاره لابي وکړي. په بل عبارت، هغه آی ایس آی پس له دې هغه کسانو سره مرسته او همکاري کوي چې د پاکستان سریندې ته نڅا وکړي، ما له دې کاره انکار وکړ.
د امریکا د ځېنې څېړنیزو او ستراتیژیکي ادارو یو شمېر کار کونکي پاکستان ته د لاسرسي په بدل کې په خپل درناوي او حیثیت سوداګري کوي. زه له دوی پوښتم چې د یوې پاکستانۍ ویزې ارزښت تاسې لپاره څومره دی؟ د آی ایس آی مشر، د پوځ مشر او یو نورو پوځي کومندانانو سره ستاسې د یوې لیدنې ارزښت څومره دی؟ تاسې دې کار لپاره د څو کسانو ژوند په خطر کې اچوئ؟ زه پوهېږم تاسې چې دې کسانو سره د ناستو پر مهال څه لیکئ، ټول درواغ دي. ما پخوا دوی سره د ناستو پر مهال ډير درواغ په پاڼو نوټ کړي چې اوس ترې المارۍ ډکه ده. زما اساسي پوښتنه داده چې تاسې ولې خپلې ارواوې او فکرونه په دې خلکو خرڅوئ؟ ښایي تاسې ته دا مهمه نه وي چې پاکستانی پوځ او استخبارات هره ورځ نه یوازې افغانان، هندیان او پاکستانیان وژني، تاسې باید خپل دید پراخه کړئ او ووینئ چې د پنډۍ اجرتي قاتلینو په زرګونه امریکایان هم وژلي. که تاسې دا نه وینئ، نو هغه سرې قالیني چې ستاسې مخې ته غوړول کیږي، پوه شئ چې دا د هغه زرګونه انسانانو په وینه رنګ دي چې د پاکستاني ادارو لخوا وژل شوي. تاسې د پاکستاني ادارو ننګه او دفاع د پیسو لپاره نه، بلکې د یوې ویزې لپاره کوئ تر څو پاکستاني جنرالانو سره د ناستو جریان د داستان په شکل واشنګتن ته له ستنېدو وروسته خپلو ملګرو او امریکایي چارواکو ته بیان کړئ.
پای

Share this page to Telegram

Comments