پاکستانیانو د تورې ورځې تر نوم لاندې عمران خان پر ضد لاریونونه پیل کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنۍ وایي چې، د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد، لاریونونه کړي دی.
د رسنیو په لیکنه،لاریون کوونکي پر عمران خان د اقتصاد د خرابولو او د اپوزیسیون د چوپولو تور لګوي. دغو لاریونونو ته د تورې ورځې لاریون نوم ورکړل شوی دی.
لاریون کوونکي وايي، چې پاکستان اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د دې هیواد سیاسي چاپیریال یو څه کړکېچن شوی دی.
په پاکستان کې د خوراکي توکو بیه لوړه شوې دي او د دې هیواد د پیسو ارزښت واک ته د عمران له راتګ راهیسې ډېر ټیټ شوی دی.
خو عمران خان د اعتراض کوونکو له خوا لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان د اقتصادي ستونزو ریښه د تېرو حکومتونو په فساد کې ده.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments