پاکستاني کرکټر ته د بد اخلاقۍ له امله سزا ورکړل شو

comments 0

0 Views

پاکستاني لوبډلمشر سرفراز احمد په لوبه کې د بد اخلاقۍ له امله خپله سزا ولیده د جنوبي افریقا او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې سرفراز احمد د لوبې په جریان کې افریقایې لوبغاړي سره تبعیضي چلند کړی و خو نن نوموړی د څلورو نړیوالو سیالیو څخه( ای سي سي) منع کړ.
د سیالۍ په جریان کې سرفراز افریقایي لوبغاړي اندایل پهلیکوايو ته ويلي وو.(( وه تور پوستکيه، نن سيالۍ کې دې مور چېرته درته ناسته ده؟ او کوم قسم دعا ده چې نن يې تاته کوي؟
دا خبرې سرفراز په اردو ژبه د ویکټو شاته د ویکټ ساتنې پر مهال کړې وې چې د ویکټو په شاوخوا او ویکټو کې نصب شووو مایکونو دا غږونه ثپت کړي و چې وروسته وژباړل شول او سرفراز دا ومنله چې د بې حوصلې له امله یې دا کار کړی دی ، یاد عمل سرفراز د کرکټ قانون خلاف کړی و.
که څه هم پاکستاني لوبډلمشر د جنوبي افریقا ټولې لوبډلې څخه بخښنه وغوښته همداراز د یاد لوبغاړي څخه یې هم په رسمي ډول بخښنه وغوښته خو بیا هم په نړیوالو رسنیو کې د سرفراز په مقابل کې ډېر غبرګونونه راوپارول شول.
د همدې غبرګونونو وروسته سر فراز احمد ته د کرکټ نړیوالې شورا د تبعیضي چلند له مخې د دوه یو ورځنیو سیالیو او دوه شل اوریزو سیالیو نه کولو سزا ورکړه سرفراز به څلور نړیوالو سیالیو کې برخه وانخلي ځکه چې د کرکټ نړیوالې شورا قانون او د لوبې کولو په اوصولو کې دا ډول کړنه یو جرم بلل کېږي.
د یادولو ده نن د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ په سیالۍ کې د سرفراز پر ځای شعیب ملک لوبډلمشر و چې سیالي پاکستانۍ لوبډلې ته وګټله او د سیریز په څلورو سیالیو کې دواړه لوبډلې دوه پر دوه مساوي شوې.
سرچینه: خبریال

Share this page to Telegram

Comments