پاکستاني پوځ پښتنو باندې برید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – پښتونخواه: راپورونه وایي، پاکستاني پوځ شمالي وزیرستان کې د پښتنو په هغو لاریون برید کړی چې د پاکستان د پوځ پرضد یې پیل کړی و.
دې لاریون ته د پښتنو دوه مهم مشران چې پارلمان کې دي هم ور روان و چې پوځ پرې برید کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، برید او ډزو کې ۴۵ کسان ټپيان شوي او روغتون ته لیږدول شوي دي.
له دې برید وروسته د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو لاریونونه پیل شوي او د پاکستان پوځ پرضد پکې شعارونه ورکول کیږي.
د پښتون غورځنګ مشر منظور پښتون له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې دوی له مرګ نه ډاریږي او تر هغې به مبارزې ته دوام ورکړي چې حقوق یې نه وي ترلاسه کړي.
له بلې خوا د پښتون غورځنګ بل غړي پاکستاني پوځ ته پیغور ورکړی چې دا ملک د افغانانو دی او پنجابیانو سل کال کیږي چې دې وطن ته راغلي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments