پاکستاني محکمې پر منظور پښتين لګیدلي تورنه ثابت نکړل

comments 0

2 Views

هندوکش ــ پاکستان: د ډېره اسماعيل خان يوه عدالت [د فېبرورۍ پر اتمه] د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د مقدمې اورېدنه وکړه او په دوو مقدمو کې يې د هغه ضمانت منظور کړ.
د پښتين يو وکيل سعيد اختر تر عدالتي پرېکړې وروسته وويل چې پر منظور پښتين درې نورې وړې مقدمې جوړې شوې چې د هغوی اورېدنه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ [د فېبرورۍ پر ۱۰مه] وشي.
د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پېشلمي مهال پښتین ونیاو او ویلي یې دي چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو په غوښتنه کړې. پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو، د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو او د ايين له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې دفعې لګولې دي.
د غورځنګ نيول شوو مشرانو پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او دريځ لري چې دوی د ايين او قانون په چوکاټ کې د ننه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments