پاکستاني طالبانو د پوځیانو د وژل کیدو مسوولیت منلی

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې، شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځیان دوی وژلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان د میرانشاه په ډوګه مچه مداخیل کې د تیرې او وړمې ورځ چاودنو کې د پوځ درې لوړ رتبه افسران او یو سرتیری هلاک شوي او درې نور ټپیان دي.

پاکستاني طالبانو تیره ورځ شمالي وزیرستان کې د وژل شویو پاکستاني پوځي افسرانو د وژنې مسؤلیت په غاړه اخیستی او دغې پېښې ته یې د اختر ډالۍ نوم ورکړی.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو د دغې پېښې پړه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو علي وزیر او محسن داوړ اچوله.

پاکستاني چارواکو ویلي، که محسن داوړ او علي وزیر د عملیاتو مخنیوی نه وی کړی، نو دا پېښه نه رامنځته کېده.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي، د خپلو ملګرو غچ به همدغسې په پرلپسې توګه اخلي.

دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments