پاکستاني سیاستوال الطاف حسین ونیول شو

comments 0

177 Views

هندوکش – بریتانیا: په بریتانیا کې رسنې وایي چې، د پاکستان هغه مشهور سیاستوال یې نیول چې پاکستان لخوا تبعید شوې وو.
د رسنیو په وینا، د برېتانیا پولیسو د پاکستان مشهور او بحث پارونکی سیاستوال الطاف حسین نیولی دی.
رسنۍ لیکي چې، پر الطاف حسین په پاکستان کې د تُندو او پاورونکو ویناوو تور پورې شوی دی. الطاف حسین چې شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري، سره له دې چې په تبعید کې اوسېږي، د پاکستان د کراچۍ په ښار او سند ایالت کې پراخ نفوذ لري.
د پاکستان د صدراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان وایي، په تېرو ۷۰ کلونو کې څو پیژندل شویو سیاستوالو او ځواکمنو څېرو قانون برمته کړی دی.
اعوان ویلي، الطاف حسین بلاخره د قانون منګلو ته ولوېد. خو یو شمېر سیاسي ګوندونه د حکومت ددې مخالف سیاست‌وال پر نیول غوسه شوي او غبرګونونه یې ښودلي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments