پاکستاني ریاست ته د پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا بنو کې ستره غونډه وکړه چې لسګونه زره پښتانه ورته له بیلابیلو سیمو ورغلي و.
دا غونډه پاکستان ته ثابتوي چې اوس پښتانه د پاکستاني ریاست د ظلمونو پروړاندې سره یو شوي او تر دې وروسته به هیڅ پنجابی پښتون ته د پردي خطاب نه کوی او حقونه به یې نه خوري.
دا ستره غونډه د پښتنو مشرانو او مبارزینو له خوا ترتیب شوې وه او هغه کورنۍ هم په دې غونډه کې وي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د شومو پلانونو قربانې وې.
د پاکستان پوځ په زرګونه پښتانه د ترهګرۍ په تور تری تم کړي او تراوسه یې د مړي او ژوندي درک نشته.
پښتو ژغورنې غورځنګ توانیدلی چې شاوخوا دوه کلونو کې خواره واره پښتانه سره راټول او ټول په یو غږ د ظلم پروړاندې ودریږي او له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي او د خپلو خلکو پوښتنه وکړي.
له هغې ورځې چې دا غورځنګ راپورته شوی د پاکستان د پوځ ظلمونه د پښتنو په سیمو کې نسبي کم شوي او لامل یې همدا دی چې پشتون اوس پنجابي ته د خپلې وینې بدل نه پریږدی.
د پښتنو د یکشنبې ورځې جلسې د پنجاب له حکومت خوبونه تښتولي او هر اړخیز ډول باندې یې هڅه وکړه چې د دې جلسې مخه ونیسي.
کله به یې منظور پښتون ونیو، کله به یې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د تګ اجازه نه ورکوله او د شنبې او یکشنبې په ورځ یې د پلټنو په نوم بیلابیلو سیمو کې پشتانه له جلسې راګرځول، خو پښتان را و نه ګرځول شول او ستره غونډه یې ترسره کړه، داسې غونډه چې د پاکستان په تاریخ کې هیڅ ګوند دا ډول غونډه نه وه کړې.
د دې غونډو د ویناوالو په یو غږ غوښتنه دا وه چې پاکستاني ریاست دې د پښتنو حقونه ومني او هغه غوښتنې چې له دې ریاست یې کړي، ورته دې پوره کړي.
خبرداری دا و، که د پښتنو مشروع غوښتنو ته رسیده ګي و نه شي، نو له خپلې مبارزې لاس نه اخلي او تر هغې به د پاکستان ریاست ته مزاحمت کوي، تر څو چې پښتنو حقوق نه وي ترلاس کړی.
کوزه پښتونخوا کې اندیښنه دا وه چې پښتنو مشر نه درلوده، اوس چې پښتنو مشر پيدا کړی او پوره ټیم یې پیدا کړی، زیات پښتانه پرې راټول دي او پاکستاني ریاست ته یې داسې سرخوږی جوړ کړی چې په اسانۍ ترې نه شي خلاصیدلی.
د پآکستان خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ به دوام پيدا کړي، که څه هم د پاکستان استخباراتي رسنۍ دې غونډو او مبارزو ته پوښښ نه ورکوي، خو خواله رسنیو کې دا غونډې زیات پوښښ پیدا کوي او افغانستان کې هم ډير ملاتړي لري.
پاکستان د پښتنو حقوقو ته له درناوي پرته بله لار نه لري او باید د پښتنو مشروع غوښتنو ته ځواب ووايي.

Share this page to Telegram

Comments