پاکستاني رسنۍ: طالب او امریکايي استازي د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړې ته رسیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان معتبرې رسنې د طالب استازو له قوله لیکي چې، طالبانو او امریکا تازه پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، طالبان او امریکا تر مختصرو خبرو وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړې ته رسېدلي دي.
د شاهین په وینا اوس خبرې پر دې روانې دي چې دغه مهالوېش د کوم میکانیزم له مخې او څه ډول عملي کړل شي. دمګړی د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو خبرې روانې دي.
تر دې دمه لا نه ده روښانه شوې چې د دواړو لورو ترمنځ به خبرې څه پایله ولري، خو یو شمېر سرچینې وايي چې ښایي د طالبانو او امریکا هوکړه په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک کړل شي.
تر دې وړاندې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د مهالوېش پر سر اختلافات تر ټولو د بحث وړ مسئله وه.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې حکومتي چارواکي او ډیرې ملکي خلک پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان لاسپوسي دي او د پاکستان په وینا سولي خبروته ناست دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments