پاکستاني رسنۍ: د پاکستان پوځ ته درانه تلفات اوښتي

comments 0

4187 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستاني رسنیو را پور ورکړی چې د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ترورېستانو پټ ځایونو ته یو ځواک لیږلی و، چې ډزې پرې شوي او دواړو لوریو ته پکې درانه تلفات اوښتي دي.
پېښه د پاکستان د پوځ د رسنیو مرکز هم تائید کړې او ویلي یې دغه پېښه د مارچ په ۹ د ټانک په نوم سیمه کې شوې ده.
دوی ویلي چې په پېښه کې د پاکستان پوځ یو ډګروال پنځه عسکر او دوه ترهګر وژل شوي دي.
ټانک هغه ځای دی چې پکې د ترهګرو پټنځایونه موجود دي، پاکستاني رسنیو ویلي، د پاکستان پوځ دغه ځواک ترهګرو ته د روزنې په موخه لیږل شوی و.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments