پاکستاني رسنۍ: د افغان سفارت شارژدافير بهرنیو چارو وزارت لخوا احضار شو

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان پر پوځیانو چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله یې د اغزن سیم د لګولو کار کاوه، ډزې شوي او دوی یې په شدت غندي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان شارژدافیر ته یې خپل اعتراض وړاندې کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ډزو کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
پاکستاني لوري ویلي چې د افغانستان شارژدافير ته یې وریاده کړې چې د پولې پورې غاړې ته د امنیت ټینګول او د ترورېستي ډلو د فعالیت مخنیوی یې مسؤلیت دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments