پاکستاني رسنۍ: افغانستان ته د پاکستان صادرات پنځه سلنه کم شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان ځایي رسنۍ د پاکستان مرکزي بانګ راپور له مخې خبر ورکوي چې تیر مالي کال په پرتله افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې پنځه سلنه کموالې راغلې دې.
افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې کموالی راغلی
رسنې لیکي چې، افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه یو میلیارد او نوي میلیونو ډالرو ته رسېږي، خو په تېر مالي کال کې د صاداراتو دغه کچه یو میلیارد او څلور سوه میلیونه ډالرو ته رسېده، چې نږدې پنځه سلنه کموالی ښيي.
د اقتصادي شننونکو په وینا، د دواړو هېوادونو تر منځ سړې سیاسي اړیکې او پاکستان کې د افغان سوداګرو لپاره ستونزې او خنډونه د سوداګرۍ د کمزورۍ لاملونه دي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ له کمزورتیا سره نه يوازې له پاکستانه افغانستان ته صادراتو کې کموالی راغلی بلکې ورسره په قبايلي سیمو کې د وزګارتیا کچه هم لوړه شوې ده.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments