پاکستاني رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ باندې محدودیتونه وضع کړي

comments 0

39 Views

هندوکش ــ پاکستان: د اسلام اباد پریس کلب انتظامیه وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشر منظور پشتین به دغلته د ورتګ محدویتونه تر هغې جاري وي چې د پریس کلب د قواعدو عملي کولو باور یې نه وي ورکړی.
دا له هغې وروسته ده چې خبریالانو د نومبر په ۲۳مه منظور پشتین د خبرو اترو لپاره اسلام اباد پریس کلب ته ورغوښتی وو خو د دې کلب انتظامیې له ورتللو منعې کړ. نوموړي بیا دغه خبرې اترې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په پارک کې وکړې.
په دې هکله د کلب انتظامي مشر انور رضا د نومبر په ۲۴مه تور ولګاوه چې منظور پشتین تر دې وړاندې د هغوی د قواعدو خلاف ورزي کړې وه:
انور رضا زیاتوي چې په دغه ډول خلاف ورزیو یې ځینې نور تنظیمونه او ګوندونه هم تر محدودیتونو لاندې راوستي.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او له شمالي وزیرستانه د قامي اسبملۍ غړی محسن داوړ دا تورونه ردوي او وايي په هېواد کې په هره کچه د دوی د غږ غلي کولو لړۍ روانه ده.
بلخوا سینیر خبریال ضیاءالدین وايي، دوی هغوی هره اوونۍ د هېواد په بېلا بېلو موضوعاتو پوهان او سیاسي فکر لرونکي کسان پریس کلب ته وربلي او له هغوی سره داسې خبرې اترې کوي چې خبریالان یې په رسنیو کې نه خپروي. دی وايي دا اوونۍ یې پکې منظور پشتین وربللی وو.
ضیاءالدین هم دا راز وویل، په هېواد کې دا مهال رسنۍ له داسې نا اعلان شویو بندېزونو سره مخامخ دي چې د پوځي امرانو په دور کې هم دومره نه وې.
د پاکستان پوځ او ای اېس ای د دغه هېواد رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي، او نه پرېږدي چې هغه واقعیتونه چې په پاکستان کې دي نشر کړي، بر عکس دوی د خپلو پالیسیو مطابق مطبوعات مجبور کړي چې د دوی په خوښه نشرات وکړي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments