پاکستان؛ له افغانانو سره بيا کومه لوبه کوي؟ / بریالی زمری

comments 0

0 Views

پاکستان زموږ په ګاونډ کې پروت هغه هېواد دى، که ټول نه، خو تر نيمايي زياته برخه همدا هېواد زموږ په بدبختۍ کې لري، ځکه که يوې خواته يې په لکونو افغانانو ته په خپل هېواد کې پناه ورکړه، نو بلخوا يې همدغه افغانان دې ته مجبوره کړل چې د دوى په هېواد کې پناه واخلي او له لسيزو راهيسې يې د همدې افغانانو، چې دوى ورته پناه ورکړې، هېواد وران کړ او لا هم لګيا دي په يوه او بله لار په افغانستان کې يې جنګ روان ساتلى دى.
په داسې وخت او حالاتو کې، چې په پاکستان کې افغان کډوالو خوا و شا دېرش يا څلوېښت کلونه تېر کړل، په وروستۍ لسيزه کې پاکستان له افغانانو سره ډېر ناوړه چلند پيل کړ، چې پکې د افغانانو زورول، د مېرمنو سپکاوى، بې ځايه نيول، له کورونو ويستل، پېسې اخيستل او رټل وغېره شامل دي.
که څه هم له پاکستان هېواد څخه په تېرو پنځلس کلونو کې لويه برخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، خو لا هم ويل کېږي چې له يو ميليون څخه زيات افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي، چې څه يې راجستر او څه يې غېر راجستر دي.
همدا راز پاکستان هڅه وکړه چې د لر و بر د بېلتون لپاره په ډېورنډ کرغېړنه کرښه خاردار تارونه او دېوالونه جوړ کړي، هغه افغانان چې به خېبر پښتونخوا ته بې د ويزې او بل کوم خنډ څخه تلل، هغوى ته يې تګ سخت کړ او يو شمېر نورې مسئلې يې راولاړې کړې، چې خلک يې سخت وزورول.
د کشمکش په داسې يوه حالت کې، چې يوې خواته له پاکستان سره زموږ نا اعلان شوې جګړه روانه ده، بلخوا په پاکستان کې افغان کډوال په ويښو سترګو خوب کوي او په دې فکر کې دي، چې کله به خپل هېواد ته راځي، يا به يې کله پاکستان له خپل هېواد څخه وباسي، اوس د پاکستان د صدراعظم عمران خان دا خبر، چې (افغان مهاجرو ته د پاکستان تابعيت ورکوي) ډېره نا اشنا شان خبره ده.
د عمران خان دا خبره نا اشنا ځکه هم ښکاري، چې له دې دوه ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په خپلو خبرو کې ويلي و، چې افغان مهاجر دې په حيا کې نور خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه د دوى په کمپونو کې ترهګر پناه اخلي، چې دا زموږ لپاره د بدنامۍ سبب شوى دى.
په يوه وخت کې د پاکستان د لوړ پوړو مسوولينو دوه داسې خبرونه راتلل، چې يو يې وايي، چې (افغانان دې په حيا کې له پاکستان څخه ووځي) او بل بيا وايي (افغانانو ته د پاکستان تابعيت ورکوو) ډېر نا اشنا ښکاري، ځکه يوې خواته پاکستان تل دا خبره کړې ده چې د افغانانو له لاسه يې اقتصاد ته سخت زيان رسېدلى دى، نو بلخوا دا تورونه هم لګوي، چې افغانانو په دغه هېواد کې ترهګرۍ ته وده ورکړې ده، خو حال دا چې په پاکستان کې افغانان په ډېره غريبۍ کې ژوند تېروي او په دې خو نو ټوله نړۍ پوه ده، چې ترهګر څوک دي، له کومه ځايه تمويليږي، ټرېننګونه څوک ورکوي او ساتنه يې څوک کوي.
په پاکستان کې د نوي حکومت له راتلو سره سم ټول خلک دا وايي، چې د عمران خان تر شا د پاکستان پوځ ولاړ دى او نوموړى يې په درغلۍ راوستى دى او د پاکستان د صدراعظمۍ په څوکۍ يې کېنولى دى، همدا راز نورو ډېرو خلکو هم ورته خبره کړې ده، چې د تحريک انصاف ګوند حکومت اصلاً د پاکستان د پوځ حکومت دى، نو په داسې حال کې چې اوس به هره خبره د پاکستان د پوځ منل کېږي، بيا څنګه د پاکستان صدر اعظم د پوځ د وينا په خلاف وينا کوي.
ځکه پوځ وايي چې افغانان دې خپل هېواد ته لاړ شي، خو عمران خان وايي، چې افغانانو ته تابعيت ورکوو.
پاکستان په ډېرې بې شرمۍ سره چې تراوسه پورې د افغانستان ورانولو او د افغانانو په وژلو کې پراخه برخه لري، څنګه دې ته زړه ښه کوي چې اوس دې افغانانو ته تابعيت هم ورکړي، افغانانو ته پکار ده چې د داسې يوه هېواد، چې يې افغانستان کې جنګ روان کړى، تابعيت هېڅ کله وانخلي او د پاکستان له دې لوبې څخه نور ځان راوباسي او خپل هېواد ته راستانه شي.
ځکه پاکستان په داسې يوې لوبې کار روان کړى دى، چې غواړي په پاکستان کې پاتې افغانان هم د افغانستان پر ضد وکاروي، تراوسه يې يواځې يوه ډله خلک د وسله والو په توګه روزل او افغانستان ته يې رالېږل، اوس به دوه ميليونه افغانان د افغانستان پر ضد د خپلو ګټو لپاره کاروي.

سرچینه : خبریال

Share this page to Telegram

Comments