پاکستان، د افغان سوداګرو موترونو ته واګه بندر کې د تلو اجازه نه ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: واګه بندر کې له تیرو څو شپو راهیسې د افغان سوداګرو ډک موترونه ته پاکستان، هند ته د تلو اجازه نه ورکوي.
دغه څرګندونې هند ته د تازه میوو صادرونکي هندوکش خبري څانګې ته کړي دي.
نوموړې وایې: په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د تازه میوو موټرونو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
هغه زیاته کړه، تیره له تیرو شپږو ورځو راهیسې هند ته د تلو په هدف د افغان سوداګرو په خټکیو او میوو بار موتړونه پاکستان لخوا نا معلوم علت له امله دریدلي دي.
رحم الدین په نوم یو بل افغان سوداګر وایي، تردې دمه ۲۰ ټنه خټکي خراب شوي او که چیرې داسې حالت دوامداره پاتې شي نور خټکې او تازه میوې هم خرابیږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او هند ترمنځ یواځینې ځمکنې بندر واګه ده چې افغان سوداګران خپل سوداګریزې ټوکې هندوستان ته استوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply