پامپیو: طالبان چې له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي له افغانستانه نه وځو

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، تر هغې چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې کته نه کړي موږ تر هغې له افغانستانه خپل سرتیري نه اوباسو.
هغه له بریت بارد خبري اژانس سره خبرو کې زیاته کړې، چې له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو ویستل د القاعده ډلې په ګډون له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو، د سولې خبرو ته د طالبانو د ننه کېدو او د ورانکاره کړنو مخینوي سره تړاو لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ځيني کړۍ نه غواړي چې پورته موخه ترلاسه شي.
د هغه په وینا دا کړۍ غواړي چې امریکا متحده ایالاتو نه شل کاله نور هم افغانستان کې ښکېل پاتې شي، خو طالبان او افغان حکومت مسوولیت لري چې د دغه حالت مخه ونیسي.
پامپیو څرګنده کړې، چې د طالب مشرانو سره یې لیدنه کې، هغوی ته ویلي دي چې تاوتریخوالي کم کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments