پارلمان د رییس په ټاکنه جوړ نه دي راغلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې د ټاکنو دویمه اوونۍ پيل شوه، خو لا هم وکیلان نه دي توانیدلي چې د ریاست پر سر راپورته شوی جنجال حل کړي.
د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اوصولي ترمنځ د جنجال د حل لپاره کمېسیون وټاکل شو، خو کومه پایله یې ور نه کړه.
د شنبې په ورځ هم جنجالونه وشول، خو د هغې رای په سرنوشت جوړ را نغلل چې باطله اعلان شوې ده.
میررحمان رحماني او پلویانو یې ویلي، که موضوع په جرګه حل نه شي دوی به د ریاست څوکۍ په زور ونیسي.
خو کمال ناصر اوصولي او پلویان یې بیا په قانون ټینګار لري اوخبرداری یې ورکړی چې هیچاته به اجازه ور نه کړي چې څوکۍ په زور غصب کړي.
د جرګې نور وکیلان بیا له دې وضعیت په تنګ راغلي چې دوه وکیلانو د جرګې تالار غصب کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments