پارلمان: دټاکنوخپلواک کمیسیون دپایلو د اعلان وړتیا نه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې غړي وايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو د اعلان وړتیا نه لري.
د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د ټاکنو کمیسیون د قانون پر خلاف د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان په پرله پسې توګه ځنډوي او ددې وړتیا نه لري چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړي.
دوی د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د دوو میاشتو ځنډ د شرم وړ وباله او په خبره یې د نړۍ په هېڅ ځای کې د پایلو په اعلان کې ددومره ځنډ مثال نشته دی.
دوی پر کمیسیون غږ وکړ چې خپله خپلواکي وساتي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي.
د ولسي جرګې غړو ټینګار وکړ چې کمیسیون دې د ټاکنیزو نوماندانو ملاتړ پرېږدي او په بې پرې توګه دې لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان کړي.
دوی کمیسیون په خپلو اوسنیو چارو کې ناکام وباله او په خبره یې هیله لري چې دوی وکړی شي چې ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنوخپلواک کمیسیون د ولسي جرکي د غړو په ویناو تردی مهاله څه غبرکون نه دی ښودلی خو تل يي دا خبره کړی ده چی په شفافه توکه به د لومړنیو پایلوعلان وکړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments