پارلماني ټاکنې د افغانانو د بدلون پر لور لوی فرصت / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

دا چې اوس مهال انتخابات(ټاکني) په نړۍ کې د یو اساسي اصل په توګه د یو ملت د برخلیک په ټاکلو کې رغنده رول لري او ټول بشریت دغه ارزښتناک او ټول منلي اصل ته درناوۍ لري او د یو هېواد د ښې راتلوونکي لپاره یې بریالۍ لار بولي او له دغې لارې څخه د خپل هیواد ولسمشر، ملی شورا استازي او د هغو نهادونو پستونو چې انتخابی وي او ولس پورې اړه لري و ټاکي چې دا په خپله د ولس د ارادې ښکارندوي کوي تر څو دوي په خپل رضایت سره د خپلي خوښی نوماند ته رایه ورکړي، چې په دې اړه زمونږ اساسی قانون هم صراحت لري چې ملي حاکمیت ملت پورې اړه لري.
له نیکه مرغه چې زمونږ ولس یو ځل بیا د پارلماني ټاکنو په درشل کې ده او د تلي( میزان) میاشتي په شپږمه نیټه د پارلماني ټاکنو او نوماندانو رسمي کمپاینونه پیل شوي او د تلي(میزان) میاشتي په اته ویشتمه نیټه په ټول هیواد کې پارلماني ټاکني ترسره کیږي، خو له یو حقیقت څخه باید سترګي پټي نکړو، هغه دا چې زموږ په هیواد کې انتخاباتي کمپاینونه د نورې متمدنې نړۍ پر خلاف د پیسو ویشلو، خلکو ته ډوډۍ ورکولو او درنو مصارفو په کولو سره سرته رسیږي هر نوماند کوښښ کوي د هرې مشروع او غیر مشروع لارې چې وي زیاته رایه لاسته راوړي او د پارلمان تر انګړه ځان ورسوي موږ افغانان چې د سیاسي شعور وده مو تر ډیره کمه ده تل سیاسي تیروتنې او ترخې سیاسي تجربې بیا بیا تر سره کوو، د خپل برخلیک سره لوبې کوو خپله با ارزښته او سرنوشت ټاکونکې رایه د څو پیسو په بدل کې پلورو یا په پټو سترګو داسي یو چا ته رایه ورکوو چې د ولس د ښیګڼي، پرمختګ او هوساینۍ لپاره هیڅ کومه طرحه نلري. بد بختانه موږ د تیر یو داسي پارلمان شاهدان و چې د هیواد او ولس د نابودۍ او بدبختۍ هرې پروژې او طرحې له همدې ځایه سرچینه اخیسته، د عامه مصلحت، ملي ارزښتونو او د ولس د سپیڅلو ارادو پرځای یې خپلې شخصي ګټې سرې کرښې وي چې تیریدل ورته ترې شین کفر و، سیاسي چنې وهل د ملت په شتمنۍ په داخل او بهر کې د دنګو بنګلو جوړولو، د زغروالو موټرو او ډیرو باډیګارډانو په سر سیالۍ، قاچاق، بهر ته په میاشتو میاشتو تفریحي سفرونه….. د دوی دنده وه، دا زموږ د هغه غیر عقلاني سیاسي پریکړې نتیجه وه چې د تیر پارلمان په ټاکنو کې مو کړي وه.
افغانستان د شاوخوا څلور لسیزو جګړه‌ییز کړاو، او د تیر پارلمان کرکجن تاریخ ته په کتو همدارنګه د هیواد په دې حساس پړاو کې چې له یوې خوا د سیمې او نړۍ استخبارات او له بلې خوا په داخل کې د دې استخباراتو لوبغاړي نه غواړي د آزادو او عادلانه ټاکنو له لارې د داسې یو باثباته پارلمان او سیاسي نظام څښتن شو چې هر وګړی د خپلې سیاسي ارادې یو روښانه عکس پکې ووینې او آرام ساه واخلي. موږ تر بل هر وخت یوې سرتاسري سولې، امنیت او اقتصادي هوساینې ته اړتیا لرو دې ارمان ته د رسیدو، د یو باثباته نظام د رامنځته کولو او د هیواد ژغورلو لپاره زموږ وجیبه دا ده ترڅو په را روانو پارلماني ټاکنو کې چې د هیواد او ولس ژغورنې لپاره یو طلایې فرصت دی پراخ ګډون وکړو، خپله با ارزښته رایه ونه پلورو برعکس داسي یو نوماند ته رایه ورکړو چې واقعي افغان وي، د پردیو جاسوس نه وي، په دې مظلوم ولس یې زړه درد وکړي او د ملت د ستر کــور(پارلمان) اهـلیت، لیاقت او وړتیا ولري او له شخصی ګټو څخه ملی ګټو ته ژمن وي، کله چې زمونږ یوه رایه په هېواد کې د یوې روښانه راتلونکی، پراختیا، سولې او ثبات کې هم رول لري او دغه راز دیوه نظام د مشروعیت لپاره عمده عنصر بلل کيږي.

Share this page to Telegram

Comments