پارلماني ټاکنې او د دښمن شومه هڅه/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د ولسواکۍ یو اصل د رای کارول دي، افغانان د ولسواکۍ له دې اصل څخه ښه ګټه پورته کولای شي، په یوه رای کولای شي، د پارلمان لپاره یو ښه استازی وټاکي او لنډغرو او غلو مخه ونیسي.
خو د پارلماني ټاکنو لپاره افغان دښمنه هېوادونو او داخلي جاسوسانو کار پیل کړی چې څنګه کیدای شي په کمېسیون د خلکو باور کم کړي او تر څنګ یې خلک د رای اچولو له صندقونو راوګرځوي.
خو داسې ښکاري چې افغان دښمنه کړۍ به دې هدف ته و نه رسیږي، په دې مانا چې د ۲۰۱۴م کال ولسمشریزه ټاکنو کې هم دا هڅې وشوې، خو خلک په پراخه کچه ټاکنو ته راووتل او د ولسمشرۍ د نوماندانو لپاره یې رای وکارولې.
اوس چې بیا دا هڅې پيل شوي چې خلک د پارلماني ټاکنو په اړه وډار کړي، نهه میلیونه خلکو د رای اچولو لپاره نوم لیکنه کړې او د میزان په ۲۸مه به د رای صندقونو ته لاړ شي او رای به وکاروي.
د ټاکنو ترسره کیدو ته حکومت او ټاکنیز کمېسیونونه ژمن دي چې په خپل وخت به یې ترسره کوي او داسې ټاکنې به کوي چې سرتاسري او ټول منلې وي، حکومت دا کار د دې لپاره کوي چې خپل مشروعیت وښيي او دا ثابته کړي چې په ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشریزه ټاکنو لپاره چمتووالی شته.
د افغان دښمنه هېوادونو هیڅکله دا نه لوریږي چې افغانان دې رای وکاروي او د امن په فضا کې دې خپل استازي د پارلمان لپاره وټاکي، خو حکومت، کمېسیونونه او افغانان به دا ثابتوي چې هیڅ ګواښ یې مخه نه شي نیولی او په پورته جرت به ټاکنو کې ګډون کوي او نوی پارلمان به رامنځ ته کوي، داسې پارلمان چې استازي د ولس استازیتوب وکړي.
افغان دښمنه هېوادونه او داخلي کړۍ چې د بهرنیو هېوادونو لپاره جاسوسي کوي، هڅه کوي چې په ټاکنو خلک بې باوره کړي، د دې لپاره یې څو ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي دفترونه وتړل خو بریالي نه شول چې د ټاکنو مخه ونیسي.
پلمه دا وه چې تاکنې به له درغلیو ډکې وي او باید په بایو متریک سیستم باندې تاکنې وشي، حکومت او د ټاکنو کمېسیون بلاخره وتوانیدل چې بایو متریک سیستم تر څرنګوالي لاندې ونیسي او ممکن پارلماني ټاکنې په بایو متریک سیستم باندې وشي.
اوس نو د احزابو په نوم مزاحم جوړوونکو ته هیڅ پلمه نه ده پاتې او په بایو متریک سیستم سره به د درغلیو ټول هغه چمتووالی له منځه لاړ شي چې زور واکو او جعل کارانو نیولی و.

Share this page to Telegram

Comments