پاته جگر

comments 0

0 Views

لازم توکي
‌د پسه ځیګر – 250 ګرامه

پیاز – 100 ګرامه
اوږه– 2 غوزې
کوچ – 50 ګرامه
پسته– 100 ګرامه
سپینه سرکه – ۱ گیلاس
مالګه ، تور مرچ – د ضرورت په اندازه
د جوړولو طریقه :
لومړی ځیګر وینځو او ټوټه کوو یې بیا ځلې یې مینځو او صافي کوو یې تر څو اوبه یې وایستل شي ، بیا پیاز او اوږه ټوټې ټوټې کوو او له کوچو سره یې په یو تاوه کې د حرارت پر سر ږدو ، مګر باید سره نشي بیا ځیګر ور اضافه کوو او ښوروو یې تر څو پوخ شي وروسته تور مرچک مالګه سرکه ور اضافه کوو او د یو لن‌‌‌‌‌‌ډوخت لپاره یې جوش کوو وروسته یې د حرارت له سره ایسته کوو تر څو سوړ شي وروسته د مکسر په مرسته هغه نرموو که کلک وو لږ سرکه ورسره اضافه کوو وروسته پسته لږ میده کوو ورسته پاته په یو مناسب لوښي کې اچوو او پستې یې پر سر تزیین کوو .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments