پآکستان ته امریکا بل خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي که پاکستان له ترهګرو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي نو امکان نشته چې امریکا به پاکستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، جان سولین د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه کې وویل چې پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځایونه شته او تر هغې چې پاکستان يې پر وړاندې مبارزه و نه کړي، اړیکې به یې عادي حالت ته رانشي.
نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ چې اداري فساد سره دې مبارزه چټکه کړي.
په غونډه کې بیا د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریس په منځني اسیا کې پر یووالي او د بې عدالتي د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، د منځني اسیا پر هیوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره دې په امنیتي او پراختیايي برخو کې همکاري زیاته کړي.
نوموړي وویل چې باثباته پرمختګ کولای شي په افغانستان کې د سوله په راوستو کې بنسټیز رول ولوبوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply