ټي ټېن لیک کې اته افعان لوبغاړي واخیستل شول

comments 0

19 Views

هندوکش – کابل: د ټي ټین لیګ بولي چې تېره شپه ترسره شوه تر اوسه په کې له افغانستانه اته لوبغاړي اخیستل شوي دي، نجیب الله ځدران او حضرت الله ځاځی مارتا عربنیز لوبډلې سره ، قیس احمد بنګله ټایګرس لوبډلې سره ، محمد شهزاد او ظاهر خان ګلاډیاټورس لوبډلې سره ، محمد نبي ډیلي بولډس سره ، کریم جنت، نارترن واریورس سره او شاپور ځدران کرنتاکا تسکرس لوبډلې اخېستی دی.
بولي تراوسه لا پای ته نه ده رسېدلې او نن شپه به بیا ترسره شي.
لس اوریز لیګ د راتلونکې نومبر میاشتې په لسمه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments