ټرمپ: که طالبان غلطي وکړي او وخت ضایع کړي له بې مثاله قوت سره به مخ شي

comments 0

4 Views

هندوکش ـــ امریکا: د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایي که کومه غلطي وشوه، امریکایي عسکر به بېرته افغانستان ته ستانه شي، ” طالبان باید ثابته کړي چې مونږ وخت نه ضایع کوو خو که کومه غلطي وشوه مونږ بیرته ستنیږو او داسې چټک او قوت سره به ستانه شو چې تر اوسه یې چا مثال ندی لیدلی”. خو ښاغلي ټرمپ هیله وښوده چې دې کار ته ضرورت پیدا نشي.
د امریکا جمهور رئیس همدرانګه پخپلو خبرو کې هیله وښوده چې طالبان به په موافقې کې پخپلو ژمنو دریږي، ” هغوي به تروریستان او بد خلک وژني او دا جګړه به روانه ساتي”. ښاغلي ټرمپ دا ونه ویل چې طالبان به تررویستانو په خلاف دا جګړه د افغانستان د حکومت سره په ګډه یا په خپلواکه توګه کوي خو طالبانو او داعش وسله والو د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې جګړې کړي او د یو بل وسله وال یې وژلي دي.
د امریکا جمهور رئیس زیاته کړې ده چې ډېر ژر به د طالب مشرانو سره ملاقات وکړي خو دا یې ونه ویل چې دا ملاقات به چیرته او څه وخت وشي. ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې د طالبانو سره موافقه بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه چې”طالبان او ټولې خواوې د جکړې نه ستړې شویدي.”
ټرمپ پخپلو خبرو کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او افغان ولس ته هم د موافقې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې پدې اوږدې جګړې کې “ډیر کسان ووژل شول”. د امریکا جمهور رئیس د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د رایستلو په هکله وویل چې په لومړي سره کې به د عسکرو شمیر شاوخوا اته زره شپږه سوه شي او د نورو په هکله به هم په نږدې راتلونکې کې پریکړه وشي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments